لومړی مخ (original) (raw)
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
![]()
ويکيپېډيا
يو وړيا پوهنغونډ چې هرڅوک يې سمولی شي.
پښتو ويکيپېډيا اوسمهال ۲۱٬۲۹۱ ليکنې
او ۶۱ فعاله کارنان لري
مدهو بالا
مدهوبالا په ۱۴ فبروري ۱۹۳۳ کي په نوي ډیلي کي نړۍ ته ته سترګي روڼي کړې. هغې د خپل ژوند ډېره برخه یا بیا خپل ټول ژوند په هند کي تېر کړ. د مدهوبالا د پلار نوم عطاءالله خان او او دمور نوم یې بیګم عایشه وه. د ۱۹۴۴ زیږدیز کال د اپریل د میاشتې په چاودنې او اور کې یې کور وسوځيد اونهه کلنه مدهوبالا مجبوره سوه چې خپلې کورنۍ ته دیوې ګولې ډودۍ د پیداکولو لپاره فلمي نړۍ ته ولاړه سي. په خپلو هنري فلمونو کې مدهوبالا دهندوستان دمشهورو فلمي ستورو لکه؛ آشوک کمار، راج کپور، پرتهوي راج کپور، پردیپ کمار، شمي کپور، دلیپ کمار، سنیل دت او دیو آنند سره کارکړی دی. مدهوبالا په نړیواله کچه هغه مهال مشهوره سوه چې کله وتلي او منلي امریکايي مجلې (تیاتر او هنر) په ۱۹۵۲ کال کې د هغې انځورونه خپاره کړل، پر کومو چې ليکلي وه; (The Biggest Star in The World; د نړۍ ترټولو لویه ستورې). ددې فلمونو ډېر مینه وال درلودله په تېره بیا فلمونه لکه مغل اعظم، نیل کمل، شیرین-او-فرهاد، ساقي فلمونه یې ډېر مشهور سول. مدهوبالا په ۱۹۶۰ کال کې دیره سخته ناروغه سوه ځکه چې بدن یې ډیره وینه جوړوله، دغي بریالۍ فلمي اداکاري د ۱۹۶۹ زیږدیز کال دفبرورۍ د میاشتې په ۲۳مه په بمبئي کې د۳۶ کلونو په عمر له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې، او د سنټا کروز د مسلمانانو په هدیرې کې خاوروته وسپارل سوه.( بشپړه ليکنه...)
د ايران ستر مذهبي مشر سيدعلي خامنهيي د امريکا او اسراييلو په گډ بريد کې ووژل شو.



دا منار په ۱۱۹۴ کې د غوري کورنۍ د سلطان غياث الدين غوري د واکمنۍ پرمهال بشپړ شو. دا ودانۍ د جام کلي په غرنۍ سيمه کې د جام او هريرود سيندونو ترمنځ موقعيت لري، چې اوسمهال د سيند د اوبو له کبله د تخريبېدو په حال کې دی، دا ودانۍ په هند کې د قطب مينار وروسته د نړۍ ترټولو دوهم لوړ څلی دی چې له خښتو جوړ شوی دی، ودانۍ په ۲۰۰۲ زېږديز کال د يونېسکو نړيوالو ميراث ځايونو نوملړ ته په شاملېدو سره سملاسي په ګواښ سره مخ نوملړ کې ځای شوه.
د باميانو دره چې د ورېښمو لار په يوه څنډه کې موقعيت لري د لومړۍ او دولسمې پېړۍ ترمنځ بوداييزم يو پرمختللی مرکز او زيارتځی وو. دلته په سيمه کې دبودا څو مهم يادګارونه موجود دي چې له هغې جملې د بودا مجسمه، نقاشي ااو غارونه چې هېلنیسټي، رومي، او ساساني واکمنيو اغېزو سره مل د ځانګړي ګندهارايي هنر په پايله کې رامنځته شوي دي. وروسته د اسلامي فتوحاتو په سيمه کې د اسلام له خپرېدو سره بېلابېلې کلاګانې جوړې شوې چې د بودا اهميت يې راکم کړ، په ۲۰۰۱ ز کال کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د بودا دوه لويې ولاړې مجسمې تخريب شوې. دا يادګار په ۲۰۰۳ ز کال کې د يونېسکو نړيوالو ميراث ځايونو نوملړ ته ورزيات کړای شو.
ټاکلې ليکنې
| د افغانستان کريکېټ ملي لوبډله په ۲۰۲۴ زېږديز کال نړيوال شل اوريز جام سياليو کې استراليا ته د ماتې وروکولو وروسته خپله خوښي څرګندوي.انځورګر: [Darrian Traynor/ICC/Getty Images] |
|---|
د پښتو ويکيپېډيا ځينې لارښود مخونه دا دي؛
د پښتو ويکيپېډيا خورلڼې پروژې په لاندې توګه دي؛

کامنز
د رسنيو راټولوونکی











ويکيپېډیا په ۲۰۰۱ (۲۰۰۱) کې پیل او په پښتو ژبه ۲۱٬۲۹۱ لیکنې لري.
ويکيپېډیا په نورو ژبو کې
- ژبې چې له ۱،۰۰۰،۰۰۰ ډېرې ليکنې لري:
- ژبې چې له ۲۵۰،۰۰۰ ډېرې ليکنې لري:
- ژبې چې له ۵۰،۰۰۰ ډېرې ليکنې لري:
